خبرونهامنیت

د ننګرهار په ګمرک کې ۹ قلمه مشکوک توکي ونیول شول

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر

د ننګرهار ګمرک ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ګمرک کې یې ۹ قلمه مشوک توکي نیولي دي.

د دغه ولایت د ګمرک مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه توکي په یو بار وړونکي موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې د ګمرک مسوولینو له لوري ونیول شول.

د مسوولینو په وینا، په نیول شویو توکو کې ۲۴ بنډله پټاقۍ، ۲۵ ارې، ۵ لينونه، ۱۹ تختې، ۱۰ برېښنايي Walon،  ۴ VFD-M دستګاوې، څلور S1 دستګاوې، ۵ ډاينمو او ۲۴ بنډله لين لرونکي پتري شامل دي.

د هغوی په خبره، یاد توکي د نورو څېړنو په موخه استخباراتو رياست ته سپارل شوي دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا