خبرونهاقتصاد

د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي

کابل، د تلې ۱۱ مه، باختر

د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې یې د پراخیتیایي پروژو چارې پیل کړې دي.

د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ یې د یاد ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پر یو شمېر پراختیایي پروژو عملي کارونه پیل کړي، چې پر مټ یې ۱۰۵۲ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د مولوي مبارز په خبره، هر کاریګر ته د کار په بدل کې د میاشتې ۴۲۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکی توکي ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، یادو ولسوالیو کې کانالونه، ویالې او کارېزونه جوړېږي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا