امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور ونيول شول

کابل باختر  دغبرګولي  نولسمه :
په لوګر ولايت کې پرون  پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور ونيول شول .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان  جنرال عصمت الله  عليزي  باختراژانس ته وويل  دافغان امنيتي ځواکونو  په هغو ګډو عملياتو کې چې دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند پورک سيمه کې  ترسره شول ، پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه نور ونيول شول .
  دغه  څلور تنه دنثار احمد، عبدالمنير ، بريالي او ميرويس په نومونو دي  چې  دپورک دسيمې  اوسيدونکي دي  او له دريو کلاشينکوفونو ، دکلاشينکوف له شپږو شارژورونو ،  دکلاشينکوف له دوه سوه ديرشو ګوليو ، دتوغندى  له څلورو ماينونو  ، يو ماين ، شپږو جوړو نظامي دريشيو ، درېو موټرسايکلونو او له نورو  تجهيزاتو سره  ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته