سیاست

حامد کرزي د استرالیایي ځواکونو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

کابل باختر دوږي نهمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په ارزګان ولایت کې د استرالیایي پوځیانو په وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي
د ارزګان ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، یو کس چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن و، تيرماښام ددغه ولایت په "سرخ ریز" پوځي قرارګاه کې پر استرالیایي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې دری تنه  استرالیایي پوځیان ووژل شول او دوه  تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې اوس مهال د ناپېیلو هېوادونو د دغړو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی، دا پېښه په کلکه وغندله او دا یې د هغه چا کار وباله چې نه غواړي افغانستان د ځواکمنې ملي اردو او ملي پولیسو خاوند وي.
حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان د ملي ځواکونو لخوا پر بهرنیو قواوو بریدونه چې په دې وروستیو کې رامنځ ته کېږي،دهغو کسانو کار دی چې غواړي د افغانستان د ملي ځواکونو او نړیوالو متحدینو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي.
د یادونې وړ ده چې له څه کم دریو لسیزو راهیسې ځینو بهرنیو کړیو په منظم ډول دا هڅې کړي دي چې افغانستان په خپلو پښو ولاړه او پیاوړې اردو ونلري او اوسنۍ هم د هماغو کړیو کړنې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته