ټولنه

په لغمان کې له دوه سوه اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

مهترلام دمرغومی دیرشمه باختر
د لغمان ولایت د کار، ټولنیزو، چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست په چوکاټ کې د(بنیاد هدف موسسې) له خوا له دوه سوه اړو کورنیو  سره چې معلولین، کونډې او د سيمه ييزو پولیسو د شهیدانو کورنۍ په کې شاملې دي مرسته وشوه.
دغه مرسته نن د لغمان دوالي عبدالجبار نعیمي، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس، د ولايتي شورا استازي، د بنیاد هدف موسسې او يو شمېر نورو  مسوولینو له خوا په دغو کورنیو وویشل شوه.
په همدې موخه په پرځاى شويو مراسمو کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس سید عبدالبصیر هاشمي وویل چې د ولایت دچارواکو د له لارښوونې سره سم پر دغو اړو کورنیو شوې مرسته ویشې او هڅه کوي چې نورو اړو کورنیو ته هم بشري مرستې ورسوي.
دلغمان والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې د لغمان ولایت هغه ولایت وباله چې تر نورو ولایتونو په کې زیاتې اړې کورنۍ ژوند کوي چې باید مرکزي ادارې او نړیوال مرستندویه بنسټونه ورته ځانګړې پاملرنه  وکړي، ده وویل په دې وروستیو میاشتو کې یې د پرله پسې هڅو په پايله کې يې د  لغمان ولایت ته زیاتي بشري مرستې راجلب کړې دي چې په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر کورنیو ته رسیدلې دي.
وروسته د بنیاد هدف موسسې استازي ډاډ ورکړ  چې په راتلونکې کې به نورې بشري مرستې هم دغه ولایت ته ورسوي  ترڅو دلته د اړو کورنیو غوښتنو ته رسیده ګي وشي ده وویل چې دوی به د مرستو په ویش کې له دولتي ادارو سره د ټینګې همغږۍ په چوکاټ کې کار وکړي ترڅو شوې مرستې په اغیزمنه توګه اړو کورنیو ته ورسیږي.
د اړو کورنیو په استازیتوب یو تن خبرې وکړې د ولایت له مقام، د دغې موسسې او اړوندو مسولینو څخه  یې مننه وکړه چې لغمان ولایت ته یې  د بشري مرستو او همکاریو په جلب کې اساسي کړنې ترسره کړې دي  او همدا لامل دی چې نن دغه ولایت کې له دوی سره بشري مرسته کیږي، همداشان ده له دولت سره هر ډول همکاري خپل اسلامي او ملي مسوولیت وباله
ديادونې وړده چې  هرې کورنۍ ته لس کیلو وریجې، دوه کیلو لوبیا، دری کیلوبوره، یو کیلو چای، یوه بسته مالګه،  پنخه کیلو غوړي او نور خوراکي مواد ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته