
– کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر
د ننګرهار په کانال کې د زیتونو د پروسس کارخونه د اسیا په کچه د زیتونو د پروسس له سترو فابریکو څخه ده، چې اوسمهال په یوه فصل کې ترې نږدې ۱۴۳ زره او ۵۰۰ لېټره د زیتونو تېلو پروسس روان دی، چې ترې نږدې ۷۱ میلیونه افغانۍ به ترلاسه شي.
د دغه ولایت د کانال ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کارخونه د ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو د زیتونو حاصلات راټول او پروسسوي.
مسوولین زیاتوي، چې په دغه ولایت کې د زیتونو د تولیداتو زیاتوالي په پار د زیتونو نوي بڼونه هم جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کارخونه د زیتونو پروسس، د اچارو جوړول، اداري، د تصفیې خونه، لابراتوار، واټرپمپ او بخار خونه هم لري.
لمر