امنیت

په بغلان کې دطالبانو يو قوماندان له ديارلسو افرادو سره يې دسولې له بهير سره يوځاى شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣
په بغلان ولايت کې دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له جګړې څخه لاس واخست او له ديارلسوتنو افرادو سره يې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
قاري نسيم تراوسه پورې دپلخمري ښار دشهاب الدين ډنډپه  ساحه کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و .
ده دخپل پيوستون  په مراسمو کې وويل  موږ  يي پاکستان ته وغوښتلو کله چې لاړو موږ  ته يې لارښونه وکړه چې په بغلان کې د روغتونونو او ښوونځيو په ګډون وګړنۍ تاسيسات ويجاړ او خونړي  تروريستي بريدونه هم  زيات کړو کله چې ما فکر وکړ چې دغه کار ديو مسلمان کارنه دى تصميم مې ونيو کله چې بيرته بغلان ته ورسيږم  له ويجاړولو څخه  لاس اخلم  . ده له هغو کارونو څخه چې پخوايي دهيواد دويجاړولو په لاره کې ترسره کړي و  پښيماني څرګنده کړه او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې نور دافغانستان دخلکو د دښمنانو له خوا و نه غوليږي او دخپل هيواد د آبادۍ او دامنيت د تامينولو په لاره کې همکاري وکړي .
دبغلان امنيه قوماندان اسدالله شير زاد  دسولې له پروګرام سره دقوماندان نسيم پيوستون دامنيت دتامينولو او په تيره بيا دانتخاباتو په درشل کې دامنيت دتامينولو  په لاره کې يو ستر برياليتوب وباله. دشهاب الدين ډنډ دپلخمري ښارته څيرمه موقعيت لري .چيرته چې قوماندان نسيم او افراديې پکې فعاليت  درلود او
په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانو دپراخ حضور او فعاليت ډګر و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته