(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د ننګرهار کانال ریاست پر ځمکه شاوخوا ۲۰ ميليونه بېلابېل ډوله نيالګي کېنول شوي دي

کابل، د غوايي ۱۵مه، باختر
د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې شاوخوا ۲۰ میلیونو بېلابېل ډوله نیالګي کېنولي دي.
د ننګرهار کانال ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي، د کانال اداره پخوا عايداتي اداره وه، خو اوس یې د خدمتونو وړاندې کول هم پیل کړي دي.
د مولوي کظيم په وينا، د ننګرهار کانال د سمسورتيا، شينوالي او بڼونو جوړولو په موخه تر ۲۰ ميليونو بېلابېل ډوله نيالګي کېنولي، چې په کې شاوخوا ۴ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د روانو اوبو سېستمونه او ۲۸ کيلو متره ويالې يې جوړې کړي او ډېر ژر به د ځمکې لاندې اوبو کنترول په موخه د څاڅکو اوبخور سېستم هم رامنځته کړي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا