نړۍ

د جرمونو نړيواله محکمه، په افغانستان کې جنګي جنايتونه څيړي

کابل باختر دلړم دمياشتې  ١٤ نيټه :
د "لاهه" د جنګي جنايتونو د څيړنې نړيواله محکمه، په افغانستان  کې د جنګي  جنايتونو څيړنې ته چمتو ده.
د باختر آژانس مفسر ليکي : 
د جنګي جنايتونو د څيړنې د نړيوالې محکمې څارنوال اعلام کړى دى چې د دغې محکمې له قاضي څخه يې غوښتي دي چې په افغانستان کې د جنګي جنايتونو په باره کې د تحقيق مجوز دوى ته صادر کړي.
دى وايي  چې  اوس په افغانستان کې د دغه شان قضيو د څيړنې لپاره لازم فرصت مساعد شوى دى .
دغه هېواد په څو لسيزوکې زياتې زړه بوږنوونکې پيښې زغملې دي چې په هغوکې په پراخه توګه جنايتونه شوي دي.
د لاهه څارنوال دڅرګندونوله مخې ؛  په هغو جنايتونو کې  چې د ٢٠١٣ کال له لومړيو وختو څخه تراوسه پورې ترسره شوي دي وبه څيړل شي  . خو دغه محکمه  به له هغو پيښو سره  چې  له  ٢٠٠٣ ميلادي کال څخه مخکې  رامنځته شوي دي کوم کار ونلري.
د "لاهه" له قوانينو سره سم د دغې محکمې د لوى څارنوال غوښتنه کولاى شي د جنګي قضيو يا جنايتونو د څيړنې لپاره لاره پرانيزي.
افغانستان د "لاهه" د محکمې يو له شپيتو غړو څخه دى او د محکمې لوى څارنوال ويلي دي چې د افغانستان دولت هڅه کوي چې د دغې محکمې مادې  او تړونونه رعايت او عملي کړي.
په افغانستان کې د جنګي جنايتونو د څيړنې د پيل خبره ټيک په داسې وخت کې رامنځته کيږي چې افغانستان په وروستيوکلونوکې د زړه بوږنوونکو پيښو ډګر دى.په ګڼو خلکو له ځانمرګو بريدونو څخه نيولي، په عامه او مقدسه اماکنو بريدونه، په پوځي قرارګاوو تر ډله ييزو بريدونو او بې هدفه په ډزو سره د خلکو تر وژنې پورې. د بې هدفه ځانمرګو بريدونو په خلکو د ډله ييزو بريدونو، په خپل سر او صحرايي محکمو، نسل وژنې او په مقدسه اماکنو د بريد په ګډون  ډول ډول جرمونه دغه ټول جرمونه جنګي جرمونه بلل کيږي چې په افغانستان کې ترسره شوي دي.
که چيرې د طالبانو او د داعش د نورو تروريستي ډلو او د حقاني شبکې کړنو ته چې په دغې ډلې پورې اړوندې ډلګۍ دي؛ دقيق شو؛ دغو ډلو زيات جرمونه کړي دي. هغه جرمونه چې د هاګ او لاهه په نړيوالو محکموکې جنګي جرمونه اټکل کړي دي.
په شاهين قول اردو د بريد، د پکتيا ولايت په امنيې قوماندانۍ  د بريد، په کابل  کې په څلور سوه بستريز روغتون د بريد، په پايتخت کې په ديپلوماتيکي  تاسيساتو د بريد، په جوماتونو او مقدسه اماکنو د هدفمندو او سيستماتيکي بريدونو، دهېواد په بېلابېلو سيموکې په کليوالي خلکو د قصدي بريدونو، په يوه په يوې بشپړې قومي او مذهبي جګړې داوسني حالت دبدلون لپاره د هڅو په ګډون  زړه بوږنوونکې پيښې د تروريستي ډلو کړنې دي چې ښيي دوى په جنګي  جنايتونو لاس پورې کړى دى او انساني حقوق يې په ډاګه تر پښو لاندې کړي دي.
د ملګروملتو سازمان په وار وار په افغانستان کې زړه بوږنوونکې تروريستي پيښې جنګي جنايتونه بللي دي . د افغانستان دولت په هېوادکې د بشر د حقوقو  د ساتنې سازمانونو او دمدني ټولنې فعالانو هم د طالبانو د تروريستي ډلو  جنايتونه جنګي جنايتونه بللي دي او د لاهه په کيفري محکمه کې يې د هغو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې ده او دغه راز د بخښنې د نړيوال سازمان په ګډون د بشر د حقوقو د دفاع نړيوالو بنسټونو هم د وسله والو تروريستي ډلو  جنايتونه چې د طالبانو تر چتر لاندې او د طالبانو په نامه فعاليت کوي، جنګي جنايتونه بللي دي.
دا ټول ښيي چې د طالبانو د ډلې د جنايتونو په وړاندې يوه نړيواله اجماع جوړه شوې ده او د دې زمينه يې مساعده کړې ده چې د دغې ډلې کړنې دې د جنګي  جنايتونو په توګه په پام کې ونيول شي او وڅيړل شي، له شک پرته د لاهه   د محکمې د کار په پيل سره به د طالبانو د مشرانو  د مجازاتو لپاره فرصت برابر شي .
د يادونې وړ ده چې طالبان د خپلو پروګرامونو په طرحه کولو او عملي کولو کې يوازې نه دي د پاکستان په استخباراتي سازمانونو، اردو او نظام کې   جنايتکاران دغه راز  د فارس خليج د حوزې په هېوادونوکې  ټاکلې کړۍ د دوى ملاتړ کوي.
هيله ده چې دغه جنايتکاران هم په "لاهه" کې د عدالت ميز ته راوکښل شي او په پاى کې د افغانستان د خلکو وينې ته دې هم اهميت او ارزښت ورکړاى شي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته