
کابل، د غبرګولي ۳۱مه، باختر
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي چې د درونټې بند پاکولو له امله د کانال ځمکې فصلونه زیانمن شوي دي.
د ننگرهار د کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم باختر اژانس ته وویل چې بې موسمه د درونټې بند پاکول د دې لامل شوي چې د کانال پرځمکه اوبه بندې او شته فصلونه زیانمن شي.
کظیم زیاتوي چې د کانال(۳۷)زره هکټاره ځمکه باندې کرل شوي فصلونه هندواڼې، د ستروسو بڼونه او نور سبزیجات چې حاصل ته رسیدلي و، د اوبو د وچېدو له امله ۲۵ سلنه زیانمن شوي او خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.
په همدې حال کې ګروندګر هم وايي، چې د درونټې بند پاکولو له امله یې ځمکو باندې اوبه وچې شوې وې او فصلونه یې له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د درونټې بند مسوولین وایي چې د یاد بند کاسه له رسوباتو ډکه شوې وه او بند له تخریب سره مخ و؛ نو اړ شول چې بند پاک کړي.
ن/ر