کابل باختر د کب څلورمه :
له يو غره څخه د ډبرو دښوئيدو له امله دپنجشير لويه لاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه .
دغه پيښه پرون مازيګر هغه وخت رامنځته شوه چې د دالان سنګ په ساحه کې د غره يوه برخه وښوئيده .
ددغې پيښې له امله دسر زيان نه دى رامنځته شوى،خو دموټرچلوونکو د څرګندونوله مخې ، د واټ يوه برخه يې ويجاړه کړې ده .
دپنجشير ولايت د فوايد عامې رييس حشمت الله حکيم باختر آژانس ته وويل چې له واټ څخه د ډبرو د لرې کولو او د لارې د پرانيستلو لپاره کار دوام لري .
له دغې پيښې څو ساعته وروسته د سلګونو مسافرانو دسپرلۍ موټر بند پاتې شول او په بې صبرۍ سره يې د لارې د پرانيستلو غوښتنه کوله .
0 1 دقیقه لوستل