خبرونهاقتصاد

د ننګرهار کانال په سلګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ریاست اړوند د درېیم فارم اړوند په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کرکیلې چارې پیل شوې دي.

د چارواکو په خبره، د ننګرهار کانال رياست او د هلال هډه وال کرنيز شرکت ترمنځ د شوي پرتوکول له مخې به د کانال ادارې 400 جريبه ځمکه (لومړي او درېيم فارم )کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي، چې د درېیم فارم په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې یې د کرکېلي چارې پیل شوې دي.

د دغو اصلاح شویو غنمو په کرکیلې سره به د فارم د غنمو حاصلات  ډېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې زرګونو بزګرانو ته هم د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا