سیاست

تبصره

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه
د ملي امنيت سلاکار وايي چې داعش د افغانستان لپاره يو ګواښ دى، خو نه شي کېداى  د دغه هېواد لپاره يو ستراتيژيکي ګواښ وي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د ملي امنيت سلارکار حمدالله محب له يوې بهرنۍ راډيو سره په مرکه کې ويلي دي: " داعش د افغانستان لپاره يو ګواښ دى، خو د دې ډلې د وضعيت او له خلکو سره د هغې  دارتباطاتو په پام کې نيولو سره، نه شي کېداى يو ستراتيژيک ګواښ وي. دغه ډله نه شي کولاى د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او همدا اوس د ځانمرګو او ورانکارو بريدونو په ترسره کولو سره کولاى شوو هغه يو تکتيکي ګواښ وبولو."
د ملي امنيت سلاکار په افغانستان کې د داعش د افرادو شمېر له ٧٠٠ څخه تر ١٢٠٠ تنو پورې اټکل کړى دى چې زياتره يې پاکستاني طالبان او له نورو  هېوادونو جګړه ماران ( ازبکستان، چيچن او د چين ايغوريان) دي.
دغه څرګندونې ټيک په داسې وخت کې بيانيږي چې د روسيې، پاکستان او امريکا په ګډون يوشمېر هېوادونه په افغانستان د داعش د فعاليت د پراختيا په خاطر انديښمن دي او ادعا کېږي چې د دې ډلې ماتې خوړلي کسان له عراق او سوريې څخه افغانستان ته  د رالېږدونې په حال کي دي.
له دغو دوو هېوادونو څخه افغانستان ته د داعش د ډاراچوونکو له لېږدونې څخه انديښنه په داسې حال کې چې افغانستان له عراق او سوريې سره ګډه پوله نلري؛ هره ورځ تکراريږي، خو ډېر کم کسان په دې برخه کې د مسووليت احساس کوي. هېڅ هېواد نه وايي چې داعشيان څه ډول افغانستان ته رالېږدول کېږي او د دې ستونزې په کمښت او يا کنټرولولو کې د دغه هېواد مسووليت څه دى؟؟
باورونه په دې دي چې يوشمېر هېوادونو داعش يو تبليغاتي دستاويز کړى دى او د هغه په ستر ښودلو سره خپلې له لاسه وتلې جغرافيا ته د ستنېدو په فکر کې دي او يا  هم غواړي د دې ډلې په ستر بللو سره په سيمه کې خپله واکمني پراخه کړي او يا  د خپل پاتې کېدو لپاره توجيه پيدا کړي. که چېرې موږ د سترو او کوچنيو هېوادونو په تېره بيا د سيمې هېوادونو څرګندونو ته پاملرنه وکړو؛ داعش يوه نوې پروژه ده چې يوشمېرهېوادونه هڅه کوي هغه افغانستان ته وارد کړي او د دې فرصت مساعد کړي چې په افغانستان کې د ټاکلو هېوادونو ترمنځ نيابتي جګړه دوام ومومي.
په دغه شان شرايطوکې، دې ته اړتيا ده چې د افغانستان په شخړه کې ښکيل هېوادونه په تېره بيا د ډاراچونې پرخلاف بين المللي اتحاد او نور هېوادونه چې خپل ثبات د افغانستان په ټيکاو کې لټوي؛ د وضعيت په څېړنې او په بشپړ دقت سره د افغانستان او په دغه هېواد او سيمه کې د نويو پرمختګونو په وړاندې په هوښيارۍ سره تصميم ونيسي.
له بلې خوا، د امريکا د متحده ايالاتو په ګډون يوشمېرهېوادونو او د ناټو سازمان له افغانستان سره د خپلو اړيکو راتلوونکى د امنيتي هوکړه ليکونو او قراردادونو په  چوکاټ کې رامنځته کړى دى.
په دغو هوکړه ليکونوکې له ډار اچونې او د نا امنۍ له عواملو سره مبارزې ته  لومړيتوب ورکړ شوى دى چې داعش، القاعده او په هغو پورې اړوندې ډلګۍ هم  رانغاړي. ښه به وي هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د داعش د پياوړي کېدو له امله  انديښمن دي؛ د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره له يو بل سره د همکارۍ او همغږۍ په فکرکې وي او بايد داعش په افغانستان کې د نيابتي جګړو د دوام لپاره يوه بله پروژه قياس نه شي.
وروستۍ خبره په هېواد کې د نظام مسوولينو ته متوجه ده، داسې ټاکلي هېوادونه شتون لري چې د داعش د ستر ښودلو لپاره هلې ځلې کوي. هغوى خپلې موخې او پروګرامونه لري او داعش د زياترو نورو پروژو بديل بولي چې مخکې له دې په افغانستان کې کارول شوي دي.
څومره به ښه وي چې موږ هم د دغه شان توطيو د شنډولو لپاره خپل پروګرام او پلان ولرو او په سياسي محاسباتوکې دښمن کمزورى محاسبه نکړو.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته