خبرونهاقتصاد

د ننګرهار ګمرک ریاست په تېرو ٣ میاشتو کې ٧٨٥ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

 کابل، د مرغومې ٢٧مه، باختر

د ننګرهار د ګمرک، صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولينو يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خپلو رياستونو د راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د باختر اژانس د خبر له مخې په دغه کنفرانس کې د ننګرهار ګمرک رئيس مولوي عبدالهادي ابرار وويل، چې د ګمرک رياست عوايدو کې دېرش سلنه زياتوالی راغلی دی.

مولوي ابرار زياته کړه، چې په تېرو ٣ مياشتو کې يې ۷۸۵ ميليونه افغانۍ عوایدراټول کړي دي.

نوموړي وويل: هره ورځ له ١٠٠٠ تر ١٢٠٠ بار لارۍ په دغه ګمرک کې محصول کېږي، چې په قانوني ډول د سوداګرۍ چارې پر مخ روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د قاچاق او فساد مخه نيول شوې او سوداګرو ته د لا زياتو آسانتياوو د برابرولو په موخه مو زر جريبه ځمکه د تاسيساتو لپاره، ٥٠٠ جريبه ځمکه مو د موټرو د تمځای لپاره ځانګړې کړې او ٦٠٠ جريبه ځمکه د لعلپورې ولسوالۍ کې هم د سوداګرو د سوداګريزو فعاليتونو د پراختيا لپاره برابره شوې ده.

په دغه کنفرانس کې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئيس سيد عبدالبصير پاچا وويل، چې په ننګرهار کې ۳۵۰ بېلابېلې فابريکې فعاليت کوي، چې کې ٨ زره کسانو د کار او فعاليت زمينه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راتګ راپه دې خوا ٥٠.٣ ميلونه، ۷۳۰ زره او ۸۰۰ افغانۍ عوايد په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

همداشان د ډاډمن امنيت په شتون کې ټولو پانګه والو ته د پانګونې زمينه برابره شوې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا