امنیت

په لغمان کې دوسله والو مخالفانو ديو سر ګروپ وژل کيدل

 مهترلام باختر دوري دمياشتې ١٩ نيټه  :
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ تېره شپه  د لغمان  ولايت په  الينګار ولسوالۍ کې  ووژل شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د  باخترآژانس خبريال  ته   وويل ؛ د اسرار په نامه  د وسله والو طالبانو يو سرګروپ  د دغه  ولايت  دالينګار ولسوالۍ په  قصبې  سيمه کې غوښتل  چاوديدونکي  توکي په  يوه موټر سايکل کې ځاى  پرځاى کړي  چې چاوديدونکي   توکي   وچاوديدل   او ووژل شو.
ده زياته کړه  په دې پيښه کې دوه تنه نور مخالفان ټپيان شول.
اسرار په  دې ولسوالۍ کې  په څو نورو ډاراچوونکو بريدونو کې  لاس درلود.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته