امنیت

په هرات کې دبې سندو موټرو د وارديدو دمخنيوي لپاره هلې ځلې .

کابل باختر دليندي  اووه ويشتمه :
دهرات ولايتي شورا دبې سندو وسايطو دتګ  راتګ  دمخنيوي په برخه کې په ټولو ولايتونوکې يو شان دقوانينو  دتطبيق غوښتنه وکړه .
  دهرات دولايتي شورا رييس او غړوپرون په داسې حال کې چې ددغه ولايت امنيه قوماندان او دترافيکو مدير هم حاضر و دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره وکتل او ټينګار يې وکړ چې دهرات ځينې اوسيدونکي دبې سندو وسايطو دتګ راتګ دمخنيوي په لاره کې  په بيلابيلو  ولايتونوکې دپوليسو ددوه ګوني چلند له امله سرټکوي .  دهرات ولايتي  شورا رييس کامران عليزي وويل چې په ولايتي شورا کې دخلکو استازي دقانون اومقرراتو په تطبيق ملاتړي دي او له دولتي چارواکو غواړي چې دقانون دتطبيق په برخه کې  توپيري چلندونه کړي .
دهرات والي دخلک دټوليزو ستونزو په حل کولو کې دولايتي شورا  درول په ارزښتناک  بللو سره په پراخ توګه  په بيلابيلو  برخو کې دولايتي شورا داستازو دهمکارۍ ددوام غوښتنه وکړه .
رحيمي ډاډ ورکړ چې دهېواد په ټولو ولايتونوکې يوشان دقوانينو دتطبيق  په باب دولايتي شورا غوښتنه به دکورنيو چارو له وزارت سره شريکه کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته