امنیت

په کندز کې ٣٥ تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٢ :
پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولايت کې ووژل شول.
د ٨٠٨ سپين زر   زون   وياند محفوظ الله  اکبري دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه وسله وال طالبان  د پوځيانو په عملياتو کې دکندز ښار په  دشت ارچي او تلوکه ولسواليو کې ووژل شول.
دکندز دحوزوي روغتون رئيس ډاکتر نعيم منګل  باخترآژانس ته  وويل  په تيرو دوو ورځو کې د ملکي خلکو ديرش تنه  ټپيان او دوه شهيدان دغه  روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته