امنیت

شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې په  تيرو څلورويشتو ساعتونوکې دملي اردو او دامنيتي ځواکونو  دګډو چاڼيزوعملياتو په  بهير کې  شپږ ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، شپږ ويشت تنه ټپيان او اووه تنه نور يې  ونيول شول .
  دغه عمليات  دننګرهار ولايت  دخوږياڼيو ،  دکونړ ولايت د ناړې او شيګل ،  دغزني ولايت دآب بند ،  دهرات ولايت  دکرخ ، دبغلان ولايت  د ډنډ غوري او دبدخشان ولايت  د تشګان  دولسواليو  او دهلمند ولايت  دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې  ترسره شول .
  په دغو عملياتو کې  يوه اندازه وسلې اومهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي  او له لسګونو  ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى  شوي دي .
  دغه راز  شپږ تنه امنيتي ځواکونه  دخلکوله دښمنانو سره  د جګړو په بهير کې  شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته