خبرونهټولنهټکنالوژي

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه فعال شول

کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې پرون مخابراتي خدمتونه فعال شول.

د نورستان یوې سیمه ییزې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د سیمې اوسېدونکو په غوښتنه په یادې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه فعال شول.

سرچینې زیاته کړه، چې د نورستان په نورو برخو کې د مخابراتي پایو نصبول دوام لري او ټاکل شوې ده د دغه ولایت په ټولو برخوکې مخابراتي خدمتونه فعال شي.

د یادونې وړده چې مخکې له دې دغه مخابراتي خدمتونه د نورستان په زیاتو سیمو کې غیرفعال وو.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا