کابلباختردجوزا٢٥
اړو کسانو ته د وينې د ورکولو نړيواله ورځ نن د (وينې په ورکولو سره ژوند هديه کړئ) په شعار سره په هيوادکې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د عامې روغتيا وزارت هڅه اوهاندکوي چى د وينې د ورکړې دفرهنګ په پراخ بنسټه کولو سره د هغو زرګونو تنو ناروغانو ستونزه حل کړي چې وينې ته اړتيا لري.
چې وينې ته اړتيا لري
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: د عامې روغتيا وزيرې ډاکتري ثريا دليل په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کابل کې د حضرت امام حسين د وينې په بانک کې جوړه شوې وه؛ د ټولني له سالمو افرادو او له ځوانانو څخه وغوښتل چې د وينې په ورکړې سره په داوطلبانه ډول له خپلو هغو هيواد والو سره مرسته وکړي چې وينې ته اړتيا لري.
دې د نړۍ دهغو ٦٢ هيوادونو يادونه وکړه چې له هغوى څخه په ملي کچه د اړتيا وړ په سلوکې سل وينه په رضاکارانه ډول اود بيې له ورکولو پرته وړاندې کيږي؛ په د اسې حال کې چې د نړۍ په نورو هيوادونو کې د اړتيا وړ په سلو ٢٥ وينه د رضا کارانو له خوا تا مينيږي او نوره وينه يا د کورنيو له خوا ورکول کيږي او يا د بيې د ورکړې په بدل کې برابريږي.
دغه راز په کابل کې د نړۍ د روغتيايي سازمان د نمايندګۍ رييس ډاکتر احمد شادون وويل چې د نړۍ د روغتيايي سازمان هدف دا دى چې تر٢٠٢٠ کال پورې د نړۍ په ټولو هيوادونوکې د ناروغانو د ا ړتيا وړ وينه په سلو کې سل بې بدله د وينې د ورکړې له لارې تامين شي، ځکه ثابته شوې ده چې په پرله پسې توګه او په داوطلبانه ډول د وينې ورکړه د اشخاصو دسلامتيا لپاره اغيزمنه ده .
د امام حسين د بانک رئيس مسعود رحماني په دې غونډه کې وويل: د عامې روغتيا وزارت د وينې د بانکونو وروستى هدف اوملي پاليسۍ له مشتقاتو سره يې د مصئوې او باکيفيته وينې برابرول اورضاکار ورکوونکي او له دايمې ورکړې پرته د کورنيو د ورکوونکو بدلول دى.
ده زياته کړه چې دعامې روغتيا وزارت د وينې د ورکړې په مقصد د هيوادوالو د هڅونې په مقصد يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي اوهلې ځلې کوي چې په داوطلبانه ډول د وينې ورکړه په يو پراخ فرهنګ بدله شي.
د يادونې وړ ده چې د جون د مياشتې ١٦ د وينې د ورکړه نړيواله ورځ کال په کال د نړۍ په کچه نمانځل کيږي او په دې ترتيب هغه رضا کاران اوکسان چې په داوطلبانه ډول خپله وينه اړو کسانو ته ورکوي؛ ستايل کيږي.
د عامې روغتيا وزارت له بېلابېلو لارو اړو کسانو ته د وينې د راټولولو په مقصد هلې ځلې کوي چې هيوادوال په رضاکارانه ډول خپله وينه اړو کسانو ته ورکړي چې کيداى شي د عاشورا ورځې چې په هيوادکې د وينې د راټولولو لپاره ښې ورځې بلل کيږي؛ په دې ترڅ کې دغه وزارت د وينې اخيستلو څو مخصوص بسونه چمتو کړي دي. سره له دې هم په هيواد کې وينې ته اړتيا زياته ده.
دعامې روغتيا وزارت د مقاماتو دڅرګندونو له مخې: د تيرکال په بهيرکې دوه سوه درې ديرش ځلې په رضاکارانه ډول د وينې اخيستلو پروګرام عملي شوى دى او له رضا کارانو او داوطلبانو څخه يواتيازره شپږ سوه دوه څلويشت پاينټه وينه را ټوله شوې ده.
2 2 دقیقې لوستل