امنیت

په ننګرهار کې دداعشيانواوطالبانو د سر دروند زيان

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦ :
دننګرهار ولايت دداعشيانو اوطالبانو په سنګرونو دهوايي او ځمکنيو بريدونو دنويو څپو ډګر و.
دغه بريدونه په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دننګرهار په ځينوسيمو کې دداعشيانو اوطالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
لومړى بريد تيره شپه دکوټ په ولسوالۍ  کې دداعشيانوپه پټنځيو
ترسره شول.
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي او ځمکني بريدونو کې دداعشيانو دشپږو تنو  قوماندانانوپه ګډون  ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول اويوشمير نوريې ټپيان شول .
د کوټ او اچين په ولسواليو کې  دداعشيانو پرخلاف عمليات دکوماندو دځواکونو په مشرۍ ترسره  کيږي.
د کوماندو دځواکونو وياند  جاويد سليم وايي  چې  داعشيان له ځمکې او هوا څخه ددوى تر بريدونولاندې دي  او دغه بريدونه به دډار اچوونکو تر بشپړ ځپلو پورې دوام وکړي.
ده تائيد کړه چې په نويوبريدونو کې دداعش دډلې  دشپږو تنو  جګپوړو قوماندانانو په ګډون  ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
دکوماندو دځواکونو وياند وايي چې دغه ځواکونه بريالي شول  چې د   کوټ او  اچين په پو لسواليو کې د داعشيانو  څو ستر مرکزونه له منځه يوسي .
ديوبل خبرله مخې :  دولس تنه وسله وال طالبان  دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې  دطالبانو په سنګرونو دهوايي اوځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې نهه تنه داعشيان دننګرهار ولايت په  کوټ ولسوالۍ  کې دهوايي بريد په بهيرکې ووژل  شول.                                              
په دغو داعشيانو هغه وخت  چې دوى  په تروريستي فعاليتونو بوخت وو ،.
هوايي بريد وشو.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دغو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې دولس تنه داعشيان ووژل شول.
ويل کيږي  په دې پيښو کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
له بله پلوه په ننګرهار ولايت کې پوځيان دډاراچوونکو دجنګي وسايلو دنهو ډيپوګانوپه کشفولوبريالي شول.
دغه ډيپوګانې دخوږياڼيو،سرخ رود، نازيانو ، هسکې مينې ، کوټ  اوداچين په ولسواليو کې  دپوځي عملياتوپه بهيرکې کشف اوترلاسه شوي دي،.
دغه راز ويل کيږي  چې امنيتي ځواکونه په ننګرهار ولايت کې تيره شپه دشپږو ماينونو په کشفولو سره  ديولړ چاودنو مخه ونيوله.
دغه ماينونه  په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې ځاى پرځاى شوي وو چې دخلکو په همکارۍ کشف شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته