ټولنه

دښځو او عامه پاليسۍ علمي او څيړنيزه رساله پرانستله شوه .

کابل باختر د ليندى  دريمه :
څيړنيزې او پراختيايي  بنسټ  ددموکراسۍ  دورکولو دملي بنسټ په ملاتړ خپله دويمه علمي اوڅيړنيزه کلنۍ رساله دښځو او عامه پاليسۍ تر عنوان لاندې پرون په کابل کې  پرانستله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په همدې مناسبت دهېواد دلومړۍ ميرمنې ، دڅيړنې اوپراختيا دبنسټ د مسوولينو او داړوندو بنسټونو ديوشمير مسوولينو او استازو په ګډون يوه غونډه جوړه شوې وه .
دغه رساله د ٢٠١٥- ٢٠٢٤ دبدلون په لسيزه کې  دافغانستان له اقتصادي  پلوه په خپلوددريدو په لور دافغانستان دسفر او دڅيړنې او پيشنهادونو ترعنوان لاندې چې  نهه څيړنيزې  مقالې او دکتاب دنقد دنظر يوه څيړنه پکې  شامله ده دافغان ښځو له خوا ليکل شوې ده .
دغه رساله دبدلون په لسيزه کې له اقتصادي  پلوه  له خپلو پښو په دريدو کې  دافغانستان ددولت له خوا بيلابيل ټاکل شوي اقتصادي لومړيتوبونه بيان کړي دي چې داوسنيو اقتصادي  تشو په پيژندنې او له هغو سره  دمقابلې دڅرنګوالي  په باب  سياستوالو ته دپيشنهادونو له وړاندې کولو سره يوځاى دي .
دغه رساله دافغانستان په باب دبروکسل  کنفرانس له نتيجو په تيره بيا تر ٢٠٢٤ کال  پورې په اقتصادي  لحاظ په خپلو پښو له دريدو سره دمرستې لپاره د افغانستان ددولت له اقتصادي او پراختيايي ژمنو سره جوخته طرحه او تدوين شوې ده .
په دې  غونډه کې  دهېواد لومړۍ  ميرمنې  خبرې  وکړې او ويې ويل  چې داماته دخوشحالۍ ځاى دى چې له يوې ډلې ځوانو اوهوډمنو ښځو سره چې زموږ دهېواد په بيا جوړولوکې مهم رول لوبوي بلده شوم .
دې زياته کړه چې ددغې غونډې جوړول ددوى دميړانې اوسرښندني نښه نښانه وه او په ډيروياړ سره زه ددغې ډلې لاس ته راوړنې او برياليتوبونه ستايم او ددغې رسالې پرانستل کيداى شي  دافغانستان دراتلونکي په باب دملي خبرو پيل وي چې موږ ټول په هغو کې ګډون ته اړتيا لرو .
دغه راز په دې غونډه کې دڅيړنې او پراختيا دبنسټ اجراييه رييسې  مريمې صافۍ او يوشمير نورو برخه والو ددغې رسالې په اړوند خبرې وکړې .
دغه رساله دعامه پاليسۍ دويمه علمي او څيړنيزه  رساله ده چې په افغانستان کې دافغان ښځو له خوا ليکل شوې ده .
دعامه پاليسۍ په  دې علمي او څيړنيزه  رساله کې افغان ښځې بيلابيلې موضوعګانې تجزيه اوتحليلوي او دغه کليشه موضوع پاى ته رسوي چې ښځې يوازې بايد دجندر دموضوعګانو په باب وليکي .
دغه رساله ښځو ته داړتيا وړ لازمه فضابرابروي چې دپاليسۍ  په خبرو کې په افغانستان کې دپاليسۍ دموضوعګانو په باب دڅيړنې له لارې ونډه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته