خبرونهاقتصادټولنهTOP

تېر کال په هېواد کې څه باندې ۳ میلیونه کسانو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي

کابل، د وري ۶مه، باختر

د احصائيې او مالوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په هېواد کې د څه باندې ۳ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د ټول هېواد په کچه د آسان خدمت او برېښنايي پېژندپاڼو د ۷۶ وېش څانګو له لارې ۳ میلیونه ۱۲۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له ډلې یې ۲ میلیونه او نږدې ۶۸ زره نارینه او یو میلیون او څه ‌باندې ۵۶ زره یې ښځینه ‌وو ته وېشل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې تېر کال ترټولو زیاتې وېشل شوې پېژندپاڼې په کابل ولایت کې دي، چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې تر کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې تر ۱۸۸ زره زیاتې او په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۱۶۲ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل څخه تر تراوسه پورې نږدې ۱۲ میلیونه او ۹۰۰زره هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي، چې په دې کې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره نارینه‌ او ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره یې ښځینه ‌وو اخیستې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته