کابل باختر د چنګاښ يو ويشتمه
په ارزګان ولايت کې دناتو دعسکرو د ډزو له امله دوه تنه تنکي ځوانان ووژل شول او يو تن يي ټپي شو .
دغه پيښه نن غرمه په ترينکوټ ښارکې رامنځته شوه او دناتو عسکرو په هغو دريو تنو ځوانانو چې په موټرسايکل سپاره و ډزې وکړې .
دشاهدانو د څرګندونو له مخې په دې پيښه کې دوه تنه ووژ ل شول او يو تن ټپي شو .
دارزګان دپوليسو ويندوى فريد عايل په دې پيښه کې ددوو تنو ماشومانو وژل کيدل تائيدوي او وايې د ناتو ځواکونو له هغه وروسته په دغو تنکيو ځوانانو ډزې وکړي چې ددغوعسکرو ددريدو لارښوونې ته يي پاملرنه ونه کړه .
ده وويل دناتو ځواکونو د پيښې ټپيان ددرملنې لپاره خپل يومرکز ته ليږدولي دي .
دغه تنکي ځوانان چې ويل کيږي دوه تنه يي وروڼه و له ښوونځي څخه په ترينکوټ ښار کې خپلو کورونو ته روان و چې دغه پيښه رامنځته شوه .
ناتو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دي څرګند کړي .