ټولنه

ديوي ترافيکي پيښي له ا مله يوولس تنه ووژل شول

کابلباختردسنبلي٢٥ش
دهغي ترافيکي پيښي له ا مله چې پرون مازيګر په بادغيس ولايت کى وشوه يوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول او اووه تنه نورټپيان شول
دپادغيس ولايت امنيه قو ماندان شرف الدين شرف باختر ا ژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت را منځته شوه چې يو فلاينکوچ ډوله موټر د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ دمنګان د غاښي په سا حه کې دتخنيکي عوارضو له ا مله چپه شو
ده وويل په دي پيښه کې دري تنه ښځي ، اته تنه نارينه ووژل شول او يوه ښځه ،دوه تنه ماشومان اوڅلورتنه نارينه ټپيان شول.
دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې : ددغې پيښې قربانيان ښځي اوماشومان دي
دشرف الدين  دڅرګندونو له مخي دپيښي ټپيان دبادغيس ولايت ملکي رو غتون ته ليږدول شوي اودڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته