فرهنګ

په سرپل کې د کتاب لوستلو سيالۍ ترسره شوه

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۵مه
په سرپل ولايت کې پرون د کتاب د اوونۍ په مناسبت د انځورګرۍ او کتاب لوستلو سيالۍ ترسره شوه .
د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې: دغه سيالۍ د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د کتاب لوستلو د فرهنګ د رواجولو او د سرپل ولايت په مرکز کې د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د رسامۍ  او انځورګرۍ د ودې په موخه ترسره شوه.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشيراحمد حقجو وويل: په دې سيالۍ کې ۴۰۰ تنو نجونو او هلکانو زده کوونکو ګډون درلود چې د دغه رقابتي پروګرام غوره زده کوونکو ته جايزې او ستاين ليکونه ورکړل شول.
د سرپل ولايت مرستيال عبدالمالک عظيمي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د نوښت قدرداني وکړه او د دغه شان رقابتي پروګرامونو ترسره کول يې د استعدادونو د ودې، ظرفيت جوړولو او د مطالعې د فرهنګ په رواجولو ټينګار وکړ او ويې ويل: ځوانان د ټولنې قوي مټ او د ملا تېر دی.
ختم _ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته