خبرونهاقتصادTOP

د نوي اقتصادي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حیرتان ته راورسیده

کابل باختر

د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادنو ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې حیرتان بندر ته را ورسیده.
د دغه اقتصادي دهلیز د عملي چارو د افتتاح او د لومړۍ جوپې سوداګریزو توکو د را رسیدو په مناسبت د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست له لوري ځانګړي مراسم ترتیب شوي وو، چې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي خان محمد مذهبي او مل هیئت، د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست سرپرست، د چین او ازبکستان استازو او د بلخ ولایت ملکي او نظامي چارواکو په کې ګډون کړی وو.
په غونډه کې د بلخ والي دغه اقتصادي دهلیز د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښت لرونکی وباله. په همدې حال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال وویل، چې دغه اداره هڅه کوي چې سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي، څو سوداګر وکولای شي په اسانۍ سره توکي وارد او صادر کړي چې دا چاره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې یو غوره ګام وي.
د غونډې په دوام د بلخ دولتي چارواکو او د ازبکستان او چین استازو هم ویناوې وکړې او نوی اقتصادي دهلېز یې مهم وباله.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا