ورزش

استقلال بيګ بير ته ماتې ورکړه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٨ :   
په  هرات کې د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره      دوام وموند.
د هرات د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباخترآژانس خبريال ته وويل:  په دې پړاوکې داستقلال او بيګ بيرټيم لوبه وکړه  چې لوبه د دوو په وړاندې په څلورو سره د استقلال ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
د نوروزي دڅرګندونوله مخې: په هرات کې د فوټبال دغوره ليګ  سيالۍ د اتو ټيمونو په ګډون پيل شوي دي چې په يوه اوونۍ کې څلور ورځې ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته