
کابل، د زمري ۲۶مه، باختر
د نوي کابل ښار عملي چارې نن د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د کور او ښار جوړولو وزارت او خاور رغنیز شرکت تر منځ د تړون په لاسلیکولو سره په رسمي ډول پیل شوې.
د کابل نوی ښار د اوسني ښار شمال لور ته موقعیت لري، چې د ده سبز ولسوالۍ ټولې سيمې او د شکردرې، قره باغ، ستالف او کلکان ولسواليو يو شمېر سيمې او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د باریک آب سيمه په بر کې نيسي.
ياد ښار په ۷۴۰ کيلومتره مربع ځمکه کې، چې ۳۷۰زره جریبه سره برابره ده جوړېږي او د کابل له اوسني ښار څخه کابو ۱,۵ (يو نيم) چنده لوی دی.
د نوي کابل ښار پروژې ماسټر پلان په دوو ۱۵ کلنو مرحلو کې پلې کېږي او په لومړۍ مرحله کې به يې د یونیم میلیون کسانو لپاره ۲۵۰ زره کورونه جوړ شي، چې سوداګریزې، کرنیزې او تفریحي ساحې به هم پکې شاملې وي.
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ نورالحق انوري په دغه مراسمو کې وویل، اوس د دې وار دی، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ځان بسياینې په موخه هڅې لا ګړندۍ کړي او افغانستان په خپلو پښو ودروي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې د کابل نوی ښار به د نني عصر له ټولو امکاناتو څخه برخمن وي او د دغې پروژې په پيل کېدو سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار او پانګوالو ته د پانګونې زمينې د برابرېدو ترڅنګ په اوسني ښار کې ګڼه ګوڼه تر ډېره بريده کمه شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي بیا دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، چې ټول ملي سوداګر او پانګوال مکلفیت لري، چې له حکومت سره اوږه پر اوږه د هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.
د اقتصاد وزارت سرپرست مولوي دين محمد حنيف په یادو مراسمو کې وویل، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په هېواد کې د ملیاردونو ډالرو له ښکته پورته کېدو سره سره لا هم ګڼ شمېر افغان کورنۍ له بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي په بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو څخه هم غوښتنه وړه، چې افغانستان ته د خپلو شتمنیو د ټولې یا یوې برخې په را انتقالولو سره د خپل هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي.
د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد بیا په دغه غونډه کې وویل، چې د روغتيا او اقتصاد په برخه کې د اسلامي امارت په دوه کلنې لاسته راوړنو سترګې نشي پټېدلای او هغه ملي سوداګر او پانګوال چې په هېواد کې پانګونه کوي په اقتصادي برخه کې زموږ ملي اتلان دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني ډاډ ورکړ، چې د دغه ملي پروژې د اړوند سيمو ټول اړوند اسناد په پوره غور او دقت سره څېړل شوي او د غصب او فساد مخنیوی شوی دی.
د نوي کابل پروژه په ۴ فازونو کې ډیزاین شوې ده، چې د لومړي فاز چارې په ۵ پارسلونو کې په پام کې نیول شوې او نن یې د دوهم پارسل د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د نوي کابل پروژې د لومړي فاز دوهم پارسل چارې د کور او ښار جوړولو وزارت تر څار لاندې د خاورخصوصي ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي او زرګونو کسانو ته به پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.