فرهنګ

په بغلان کې درې لرغوني سيمې کشف شوې

پلخمري باختر د غبرګولي ٦ مـــــه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پيژندنې رياست استول شوي هيئت پرون په بغلان ولايت کې دري نوى کشف شوي تاريخي سيمې وکتلى .

ددغه هيئت رئيس فريدالدين حيدري د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : په نويو کشف شويو سيمو کې دلرغون پيژندنې رياست د استول شوى هيئت دڅيړنو په نتيجه کې يو ډله ييز قبر اود موجودو ساحو نښو نښانو له مخې دوه تاريخي غونډي څرګندې شوې چې ډله ييز قبر دپلخمري ښار په مرکز کې ددريو مخکنيو لسيزو د کورنيو نارا ميو په دوران پورې اړه لري .

دغه راز د بلايي تپې او شور تيپې په نومونو دوه تاريخي ځايو نه ددوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې پرا ته دي چې د خاورينو لوشو دټوټو په پام کې نيولو سره دکوشانيانو اويونانيانو په پيړۍ پورې چې دويمه او څلورمه ميلادي پيړۍ کيږي او شپږ لرغونې او تاريخي ځاينونه ثبت شوي دي اړه لري .

داطلاعا تو او فرهنګ رياست د تاريخي ا بداتو مدير وويل: څه نا څه اته ويشت نور تاريخي او لرغونې ځايونه ثبت شوي چې دلرغونو ځايونو دسا تنې په مقصد په بغلان ولايت کې دصفر ١٢ قطعه موظفه شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته