ټولنه

د نيمروز خلکو د سولې ملاتړ وکړ

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د نيمروز خلکو پرون په يوه غونډه کې د دولت له سوله ييزو پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلان وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د نيمروز والي زمريالى احدي وويل چې اوس په هېواد کې له يوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بله پلوه جګړو زور اخيستى دى.
هغه زياته کړه: خلک په دايمي ډول د جګړې د پاى ته رسولو غوښتنه کوي او وايي چې په اسلام کې د مسلمانو ورونو ترمنځ جګړه روا نه ده او د نيمروز خلک له جمهوري نظام او د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلانوي.
په دې غونډه کې د نيمروز مشرانو او مدني فعالانو هم په هېواد کې د دايمي سولې په اړوند خبرې وکړې.
پاى \ج \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا