کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دداعش د ډلې درې ويشت تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه د کوټ او اچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دداعش دډلې دجنګي وسايلو دوه ډيپوګاڼې کشف شوې . دغه ډيپوګانې دکوټ په ولسوالۍ کې دداعشيانو په پټنځايو کې ساتل کيدې .
دننګرهار ولايت يوپوځي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ