خبرونهفرهنګټولنه

د نيمروز د حج او اوقافو رياست د دغه ولايت په مدرسو او جوماتونو کتابونه او فرشونه ووېشل

 کابل، د زمري ۲۵ مه، باختر

د نيمروز د ارشاد، حج او اوقافو رياست نن د دغه ولايت په جوماتونو او مدرسو څه د پاسه  درې زره ټوکه کتابونه او دوه زره پنځه سوه متره فرش ووېشه.

د نيمروز د ارشاد، حج او اوقافو رييس مولوي فضل الرحمن “مستغفر” د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کتابونه او فرشونه د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د دغه ولايت په جوماتونو او مدرسو ووېشل شول.

د مکې ديني مدرسې مدير مولوي عبدالباري حنفي د ارشاد، حج او اوقافو له رياست څخه مننه وکړه او ويې ويل چې درسي کتابونه د مدرسو د زده کوونکو لپاره ښه مالي مرسته کولى شي.

د یادونې وړ ده چې په جوماتونو کې د برېښنا د نشتوالي ستونزې د حل په موخه ۳۶ سولرونه هم وېشل شوي دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا