سیاست

جمهوررئیس غني له یو شمېر والیانو سره په کتنه کې: زموږ اساسي موخه په هېواد کې امن او د سولې ټینګښت دی

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٥ نيټه :                    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هېواد له والیانو سره د کتنو د لړۍ په پیل کې پرون له غرمې وروسته د لوګر، پکتیا، میدان وردګو، خوست او غزني له والیانو او د زابل مرستیال والي سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه جمهوررئیس غني د اوربند په ورځو کې د مدیریت په اړه د یادو والیانو راپورونه او دغه راز یې د ذکر شویو ولایتونو د سولې او انکشاف په اړه د دوی طرحې او وړاندېزونه واورېدل او  د هېواد د عالمانو د متفقه فتوا او د خلکو د ملاتړ  په اساس یې دترسره شوي اوربند د غوره مدیریت په اړه  د دوی د نوښتونو مننه وکړه.
جمهوررئیس غني دغو والیانو ته په خطاب کې وویل زموږ اساسي موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت او د امن فضا جوړول دي، تر څو عمراني او زېربنایي پروژې په ښه ډول تطبیق او زموږ خلک د امن او سولې په فضا کې ژوند وکړي.
جمهوررئیس غني په دې کتنه کې ذکر شویو والیانو ته لارښوونه وکړه چې د اوربند پر مدیریت سربېره دې د پرمختیایي پروژو د تطبیق هڅې وکړي او دغه راز دې د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه والي په خاطر خپلې طرحې او برنامې د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لارې د جمهوري ریاست سره شریکې کړي. #پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته