سیاست

د جمهوري رياست دويم مرستيال له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
جګپوړو دولتي مقاماتو، عالمانو، د قومونو مخورو، فرهنګيانو، د پوهنتونونو محصلانو او د هيواد د بېلابېلو سيمو مشرانو نن د جمهوري رياست له دويم مرستيال سره په کتنه کې له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د دولت د هوډ هرکلى وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دکانونو او پطروليم وزارت د مشرتابه هيئت، له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې د مشرتابه هيئت ، د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر کارکوونکو، آيت الله صالحي او د دايکنډي ولايت يو شمېر مشرانو، ځوانانو او د زده کړې خاوندوکسانو، د مزارشريف ښار او د بلخ ولايت د چارکنت ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر مخورو، د پوهنتونونو يو شمېر محصلانو، د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ مشرانو او سپين ږيرو ، د دايکنډي ولايت ګڼ شمېر مخورو او مشرانو، د کابل پوهنتون د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پوهنځي يو شمېر محصلانو او فارغانو، د بدلون لپاره د ځوانانو د شبکې فعالينو، سياسي شخصيتونو او د خلکو بېلابېلو قشرونو په جلاجلا توګه د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل او د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو او د جمهوري رياست د مرستيال په توګه د قانونپوه سرور دانش د ټاکل کيدو له امله يې د جمهوري رياست دويم مرستيال ته مبارکي وويله او په دغه مقام د ده ټاکل کيدل يې پرځاى او غوره انتخاب وباله.
دکتنې برخه والو د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ د اعلامولو په ترڅ کې د عدالت د تامينولو،کارموندلو، پراختيا او د وړتيا او لياقت د اصل پربنسټ د دولتي ادارو په جوړښت کې دخلکو دمشارکت په برخه کې د هغوى دغوښتنو په تحقق باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د افغانستان خلک د قانون او عدالت په بنسټ د حکومتوالۍ په برخه کې له نوى حکومت څخه جدي هيله لري.
د کتنې برخه والو له فساد سره د مبارزې د هوډ په باب سره د نوي حکومت د وروستيو اقداماتو او د ناټو له سازمان او د امريکا له دولت سره د امنيتي قراردادنو د لاسليک له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د پوهنې او د کليو او پراختيا، د مواصلاتي واټونو د جوړولو، له فساد سره د مبارزې او د نورو لومړيتوبونو په برخه کې د اړوندو سيمو د اوسيدونکو ځينو غوښتنوته اشاره وکړه او هيله يې وکړه چې دغه حکومت په هيوادکې د ترقۍ او پرمختګ او د جګړې او تاوتريخوالى د بندولو لپاره يوه نوې پاڼه وي.
په مقابل کې د جمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې او د برخه والو د ارادت د څرګنديدو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د ملي وحدت له حکومت سره د خلکو ملاتړ ارزښتناک وباله او ويې ويل: که څه هم لا تراوسه پورې د لارې پيل دى؛ خو نوي حکومت داسې تدبيرونه او اقدامات چې د افغانستان خلک يې هيله لري؛ ترلاس لاندې نيولي دي او له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتوالۍ، اصلاحاتو ، اقتصادي پراختيا او د نړۍ له هيوادونو سره د افغانستان د اړيکو د تامينولو انډوليزې پرمختيا،دقانون دتطبيق او په بېلابېلو برخوکې د عدالت د تامينولوپه برخو کې په غوڅ هوډ سره ګام واخلي.
د جمهور رييس دويم مرستيال دغه راز څرګندکړه چې د ملي وحدت حکومت به د خلکو اساسي لومړيتوبونو او په بېلابېلو برخوکې د هغوى اړتياوو او هغو ژمنو ته په پاملرنې سره چې د انتخاباتي کمپاينونو په وخت کې له خلکو سره شوي دي؛ خپل کاري پروګرامونه تطبيق کړي .
ده دغه راز وويل: اراده دا ده چې نوى حکومت د قانون او عدالت په بنسټ حکومت وي چې له شک پرته د قانون په رعايتولو او د عدالت په تامينولو سره په ځانګړى توګه په محرمو او کمو پرمختيايي سيموکې دخلکو زياتې ستونزې او اړتياوې لرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته