ټولنه

د بند امیر سړک د جوړولو کار پیليږي

کابل /باختر/ د چنګاښ ۱۷مه
د ترانسپورت وزیر انجنیر یما یاري د بامیانو له والي طاهر زهیر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل .
باختر آژانس د ترانسپورت وزارت د خبرپاڼی له خولې خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د سړکونو د ملي ادارې پروژو په باب چې په بامیانوکې تطبیقیږي؛ خبرې وکړې.
د بامیانو والي د پرمختيایي پروژو د تطبیقولو لپاره، د ترانسپورت وزارت د مشرتابه پلاوي د پاملرنې او هلوځلو له امله په قدردانۍ سره، د بند امیر سړک د جوړولو او د باميانو پروژو د ترمیم، ساتنې او څارنې غوښتنه وکړه.
د ترانسپورت وزیر وویل: بامیان د هیواد یو لرغونی ولایت دی چې د ترانسپورت وزارت ورته ځانګړې پاملرنه کوي. د بند امیر سړک کار به ډېر ژر پیل شي.
یاري اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې د بامیانو هغه پروژې چې ترمیمولو ته اړتیا لري، د کال په نیمایي بودجې کې په پام کې ونیول شي او د بودجې د ترلاسه کولو لپاره مالیي وزارت ته ولېږدول شي.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته