سیاست

د ملي امنیت سلاکار د ننګرهار ولایت له مشرانو سره وکتل

 کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٠مه :
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د سفر پرمهال د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو کورنیو او د ننګرهار خلکو ته د دعا ترڅنګ د بېلا بېلو قشرونو له استازو سره ګډه غونډه وکړه .
دملي امنيت د شورا دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې لومړی د قرآنکریم څو مبارک ايتونه ولوستل شول او په کوټ ولسوالۍ کې د داعش دتروریستي ډلې لخوا د وروستیو وحشیانه پېښو شهیدانو ته دعا وشوه.
بیا د ټيلفون پر کرښه د هېواد جمهور رييس محمد اشرف غني هم د کوټ خلکو ته د وروستۍ غمیزې له امله تسلیت ووایه او له وطن او ملي نوامیسو څخه یې د دوی په مېړانه دفاع وستایله .
جمهور رييس وویل، د ملي امنیت سلاکار به د ننګرهار د عمومي وضعیت او په تيره بيا د کوټ او نورو داعش ځپلو سیمو په اړه خپلې ارزونې له هغه سره شریکې او په رڼا کې به یې د تروریستانو د ځپلو او ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ لپاره لازم اقدامات وشي.
ورپسې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي ته د کوټ د پېښې په اړه لنډ معلومات ورکړل.
په کوټ کې د داعش پرضد د ولسي پاڅون والو مشر حاجي حیات خان له جمهور رييس او د ملي امنیت له سلاکار څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د کوټ د خلکو غږ یې تل په وخت اوریدلی او د پوره ملاتړ ترڅنګ یې ورسره غمرازي او خواخوږي هم وکړه.
وروسته په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار یو شمېر استازو، ځینو قومي مشرانو او دبېلا بېلو قشرونو استازو د خبرو پرمهال د ملي امنیت سلاکار ته د ننګرهار د امنیتي حالت او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دوی د ناقانونه وسله والو، انسان تښتونې، هدفي وژنو او د دولت د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو له زیاتیدو څخه اندیښنه وښوده.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل، چې ننګرهار ته یې د سفر هدف د کوټ له غم ځپلو سره د خواخوږۍ او مرستې ترڅنګ د داعش اووسله والو طالبانو د جنایتونو پر وړاندې د ولسي او حکومتي قواوو د همغږۍ رامنځته کول دي.
هغه د داعش پر وړاندې د کوټ د ولسونو د پاڅون په ستایلو سره وویل، چې دولت ژمن دی ترڅو د پاڅون د ټولو شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره د نورو ملي ځواکونو د شهیدانو او ټپيانو په شان مرستې وکړي.
اتمر زیاته کړه : داعش یوه نړیواله تروریستي ډله ده، چې په افغانستان کې یې خطر د سیمې هغو هېوادونو رامنځته کړی، کوم چې د طالبانو رامنځته کوونکی و.
د ملي امنیت سلاکار د دې ډلې د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو مېړانه ، په ځانګړي ډول هوایي بریدونه وستایل او ویې ویل، له امریکا سره امنیتي تړون په یوه حساس حالت کې د افغان ځواکونو د تمویل او ساتنې وسیله شو.
اتمر دغه راز د ننګرهار له خلکو سره ژمنه وکړه، چې امنیتي ستونزو ته به یې په پوره ډول پاملرنه کیږي او یو شمېر اصلاحاتي پروګرامونه به په دې ولایت کې پلي شي، چې ورسره به  ښه حکومتوالي، پراختیايي کارونه او د قانون واکمني پياوړې شي.
د دغې غونډې  په پای کې د ملي امنیت سلاکار د کوټ د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره یوه اندازه مرسته هم وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته