امنیت

دبې پيلوټه الوتکو په بريد کې دحقاني دشبکې يو مهم قوماندان ووژل شو

اسلام آباد ډان    باختردلړم دمياشتې ٩ :
په جنوبي وزيرستان کې  دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې  دحقاني دشبکې يو مهم قوماندان  ووژل شو.
دپاکستان داستخباراتو ديوه مامور دڅرګندونوله مخې :  دجنوبي وزيرستان دمرکز واڼه  ښار په لويديځ کې  پرون دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې  دحقاني دشبکې  ديوه قوماندان  عبدالله  حقاني په ګډون  اووه تنه ووژل  شول.
داستخباراتو يو بل مامور دسردزيان دغه شمير تائيد کړ  او ويې ويل : چې څلور  تنه بهرني اتباع په دې بريد کې په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
عبدالله حقاني په افغانستان کې  دزياترو خونړيو بريدونو مسوول و ، او افغانستان  ته يې دځانمرګو يرغلګرو داستولو مسووليت په غاړه درلود.
د ٢٠١٤ ميلادي کال په بهېرکې  دا پنځلسم ځل دى  چې  بې  پيلوټه امريکايي الوتکې په وزيرستان  بريدونه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته