اقتصاد

دهېواد وچکالي ځپلو سيمو ته دغنمو ليږدونه پيل شوه .

کابل باختر د غبرګولې  ديرشمه :
دبغلان  دپلخمري  له سيلو څخه دوچکالي له امله زيانمنو شويو  سيمو ته د زرګونو ټنو غنمو ليږدونه نن پيل شوه .
دغه غنم چې اندازه يې  پنځلسو زرو ټنو ته رسيږي  دوچکالي  له امله له زيانمنو شويو کسانو سره دمرستې په خاطر ددولت له خوا دازبکستان له هېوادڅخه پيرودل شوي دي .
دپلخمري  دسيلو رياست يوه مسوول  عبدالهادي  حکيمي  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په لومړي پړاو کې له دغې سيلو  څخه دغنمو ليږدونه دسمنګانو ، بدخشان ، بغلان ، تخار او ددايکنډي ولايتونو ته ترسره کېږي .
ده وويل چې يو زرو دوه سوه  يو شپيته ټنه سمنګانو ، درې سوه شپږ شپيته  ټنه بدخشان ، پنځه زره اته سوه ديرش  ټنه تخار ، دوه زره پنځه سوه ټنه بغلان  او اته سوه نوي  ټنه له برابر شوي  پروګرام سره  سم دايکنډي ته ليږدول کېږي .
  ختم_  عطاالله  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته