سیاست

جمهور رئیس غني: د هېواد امنیتي او ملکي چارې وڅيړلې

کابل باختر د تلي شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهارد جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د کندز، بدخشان، بغلان، تخار او فاریاب دولایتونو د امنیتي حالت په باب د اوپراتیفي ګروپونو قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د خپل زون د اوو ولایاتونو د امنیتي حالت په هکله د هېواد جمهور رئیس ته خپل راپور وړاندې کړ.
ورپسې د ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو والیانو د خپلو اړوندو ولایتونو د امنیتي حالت، ملکي چارو، ستونزو او تهدیدونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
جمهور رئیس د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، د ځینو امنیتي مسایلو په باب دې د ملي امنیت شورا بحث وکړي.
جمهور رئیس د شهیدانو د کورنیو د پالنې او د ټپیانو د درملنې په مقصد د هېواد دامنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو او قوماندانانو ته لارښوونه وکړه، چې د وروستیو پېښو او عملیاتوکې د ټولو شهیدانو او ټپیانو دقیق لېست ترتیب او جمهوري ریاست ته دې وسپاري.
جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې او سرښندنې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین چې له دښمن سره د مبارزې او د هېواد د دفاع په لاره کې یې خپله زړورتیا او شهامت ښودلی دی، هغوی وستايل شي.
محمداشرف غني همدارنګه د بې ځایه شویو کورنیو په هکله سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو امکاناتو مطابق له هغوی سره مرستې وکړي او نړیوالې مرستندویه ادارې  دې هم له هغوی سره مرستې کولو ته وهڅوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته