ورزش

د هېواد اجرائیه رئیس د ټیلیفون په کرښه د کرکټ لوبغاړو ته د هغوی د بریا مبارکي وویله

کابل باختر دسلواغې ٦ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ‌ډاکټر عبدالله عبدالله پرون دکرکټ د ١٩کلنو ځوانانو لوبډلې ته د ټیلیفون په کرښه دهغوی  د بریا مبارکي وویله.
داجرائيه رياست دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
اجرائيه رئیس وویل، چې د کرکټ ځوانانو په خپلې وړتیا او هڅو سره افغانستان د اتلانو په کتار کې راوست.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې نیوزلنډ په کرکټ کې یو له غښتلو لوبډلو څخه ده او د افغانانو بریا د نیوزلنډ پر وړاندې د دې زېری راکوي چې افغان لوبډله به ښه راتلونکی ولري.
ده د دې بریا له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، سره له دې چې پر افغانستان د وروستیو خونړیو بریدونو له امله د ویرڅپې خپرې دي؛ خو د کرکټ لوبغاړو پر افغانانو خوښي وویشله  او موسکا یې خپره کړه.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته