ټولنه

د هرات – تورغندۍ په لویه لاره کې ترافیکي پېښه شوې

کابل/دمرغومي ۱۴مه باختر
د هرات- تورغندۍ په لویه لاره کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او څه ناڅه۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له واټ څخه و وت او چپه شو.
د هرات د ترافیکو یوخبرځای باخترآژانس ته وویل چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او په سړک باندې د واورې او کنګل شتون له امله رامنځته شوې ده.
هغه وویل په دې ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۱نورټپیان شوي دي.
د هرات د یو روغتون ډاکترانو د دغې پېښې د دریو ټپیانو روغتیایي حالت خراب بللی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته