امنیت

په لغمان کې د لسو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د ثورپنځلسمه :
په لغمان ولايت کې د عملياتو په بهير کې   لس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار  د پوځيانو له خوا  د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ او د مهترلام ښار ته څېرمه  د پوځيانو له خوا  بريدونه  وشول . 
. د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې ؛په دغو عملياتوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  ده وويل دغه طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ،  پوځيان د دغه عملياتو په بهير کې  بريالي شول چې د مهترلام _ الينګارولسوالۍ د لويې لارې په دواړو خواو کې په لسګونو کلي  د ډار اچوونکي له شتون څخه پاک کړي .
ويل کېږي  په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو هم  د پوځيانو لاس ته ورغلې ده .
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي  چې؛د مهترلام _  الينګار دلويې لارې په شاوخوا سيمو کې  د بشپړ امنيت  تر تامينولو پورې به  د وسله والو طالبانو په سنګرونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي . ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته