امنیت

د يوې چاودنې له امله اووه تنه شهيدان او ديارلس تنه نور ټپيان شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
په زابل ولايت کې پرون د يوې چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اوشپږتنه نورشهيدان  او ديارلس تنه نورټپيان شول.
دسيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان او درې تنه سرتيري او درې تنه ملکي وګړي ددغې چاودنې قربانيان دي.
چاودنه پرون ناوخته دشاه جوى ولسوالۍ د قلعه خيلو په سيمه کې هغه وخت وشوه چې دسيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان مجاهد د سپرلۍ کاروان له سيمې څخه تيريده .
د زابل د والي مرستيال محمدجان رسوليار باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دسيمه ييزو پوليسو قوماندان مجاهد له دريو تنو افرادو سره يې شهيد شو.
د زابل د والي دڅرگندونوله مخې: ښځې اوماشومان هم په قربانيانو اوټپيانوکې شامل دي.
عيني شاهدان وايي چې طالبانو دغه ماين په يوه ګڼ ميشته لاره کې ځاى پرځاى کړى و .
د زابل سيمه ييزو مقاماتو وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې دعاملينو د نيولو اوپيژندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
په همدې کې حال کې د زابل د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې چاودنې د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته