سیاست

فرامرز تمنا له وخت څخه مخکې دانتخاباتو دنتيجو داعلام غوښتنه وکړه

کابل/ دتلې ١٠مه / باختر:
دجمهوري رياست نوماند فرامرز تمنا له ټاکلې مودې مخکې دانتخاباتو دنتيجو داعلام غوښتنه وکړه.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ ډاکتر تمنا چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې  کولې څرګنده کړه چې په انتخاباتو کې دخلکو ګډون څه دپاسه نهه ميليونه تنه اټکل شوي وو، خوپه انتخاباتو کې  څه ناڅه دوو ميليونو تنو ګډون وکړ، نو نتيجې بايد له ټاکلې مودې  مخکې اعلام شي.
تمنا زياته کړه  که چېرې دابتدايي نتيجو اعلام  په انتخاباتي مهال ويش کې څلور اوونۍ  اټکل شوى وي ، بايد يوې اوونۍ ته  کم شي ځکه  دهغه  دڅرګندونوله مخې ؛  د دوو  ميليونو راى ورکوونکو درايو څېړنه دڅه دپاسه نهه ميليونو راى ورکوونکو درايو له څېړنې څخه لږوخت نيسي .
هغه وويل  چې دتدبير او توسعې ټيم دانتخاباتي  اوسنى تقويم نه مني  اوله وخت څخه مخکې د جمهوري رياست دانتخاباتو دنتيجو اعلام ته په تمه دي.
ده په انتخاباتو کې دتقلب يادونه هم وکړه او ويې ويل ؛ چې تقلب زياتره دانتخاباتو له ترسره کولو وروسته ترسره شوى دى اوبايد پاکې راى  له ناپاکورايو څخه جلا شي.
پاى  ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته