ورزش

د شهيد د اوونۍ په درناوې د هندبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دهندبال سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې  .
دغه سيالۍ چې د دوستي دجام ترعنوان لاندې  دهيواد دملي اتل  احمدشاه مسعود  دشهادت دکاليزې په  درناوي په کابل کې پيل شوې دى دپاکستان ، تاجکستان او د ولايتونو او دکابل ښار دڅلوروکلپونو دهند بال منتخب ټيمونه ګډون لري .
داولمپيک دملي کميتې دهند بال فدراسيون رييس يوسف نيازې دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دغه سيالۍ داولمپيک دملي کميټې په جمنازيوم  کې پيل شوي او پنځه ورځې به دوام وکړى .
نيازي زياته کړه ،  ددغو سياليو په پاى کې به دهيواد دهند بال ملي ټيم ته هم غړي ور وپيژندل شي او اتلس غوره څيرې به  دغه ټيم ته وټاکل شي.
داولمپيک دملي کميتې  ويندوى محب الله رحماني باختر آژانس ته وويل : 
ددغو سياليو په پاى کې دپاکستان ملي ټيم دکابل له منتخب ټيم سره  او  وروسته د تاجکستان ټيم  دهرات ولايت له منتخب ټيم سره لوبې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته