
کابل، د سلواغې ٧مه، باختر
د نیمروز د ټولګټو چارو ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د سرشېلې پله د رغولو پاتې چارو د بشپړولو کار پیل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د دغه ولايت مرستيال والي ملا محمد نبي عثماني، ټولګټو، اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قبايلو چارو رئیسانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.
د نيمروز د ټولګټو چارو رئیس ملا محمد اجمل مقصود باختر آژانس ته وویل، چې د نيمروز د سيمه ييزې ادارې په هڅو له يو کال ځنډ وروسته؛ د زرنج ښار په شمال کې د سرشېلي د پله پاتې چارې بېرته پيل شوې.
مقصود زیاته کړه، چې د سر شېلې د پله پروژه، ۲۳۱ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، چې د ټولګټو چارو وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي.
دغه پُل ٣٠٠ متره اوږدوالی او ١١ متره سور لري، چې زرنج ښار له کنګ ولسوالۍ سره نښلوي.
لمر