نړۍ

په زرګونه تنه پناه غوښتوونکي د اروپا د اتحاديې په پولوکې لا لهانده دي

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
له هغه وروسته چې هنګري خپلې پولې وتړلې؛ د کروشيا حکومت له پناه  غوښتوونکو سره خپله مرسته پيل کړه. خو اوس هم هغوى د بس موټرنو په واسطه د ګاونډي هيواد پولو، هغه ځاى ته بيايي چې د هنګري د دولت وسله والو ځواکونو ليکې جوړې کړې دي .
د کروشيا صدراعظم زوران ميلانو ويچ اعلام وکړ چې هيواد يې د زرګوتوتنو پناه غوښتوونکو د منلو لپاره تيارى نه لري او دې ته اړ دى چې د (ب) نقشه پلې شوه او دولتي بستونو يو شمېر پناه غوښتوونکي د هنګري پولې ته وليږدل.
د کروشيا د کورينو چارو وزارت يوه وياند اعلام وکړ چې د اروپا اتحاديې د دغه غړي هيواد په شمال ختيځ کې د (بلي ماناستير) او په ختيځ کې د (تو وارنيک) له سيمو څخه پناه غوښتوونکي د هنګري پولې ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته