خبرونهټولنه

د نیمروز د ماشومانو له روزنتون سره ژمنیو کڅوړو مرسته وشوه

 کابل، د لړم ۳۰مه، باختر

د نیمروز د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ماشومانو له روزنتون سره د ۲۰ ژمنیو کڅوړو مرسته وشوه.

د نیمروز د کار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزو چارو آمر حافظ مولوي فضل احمد شهيدزاده د باختر آژانس خبریال ته وويل، چې په زرنج ښار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې  له خوا د  يتيمانو او بې وزلو ماشومانو سره ۲۰ د ژمنیو کڅوړو مرسته وشوه.

په یادو کڅوړو کې، جاکټ، خولۍ او زیر پوښ شامل دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا