سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥:
دسترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمې په مشرۍ غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ  :
دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې دسترې محکمې دپخواني غړي قضاوتپوه  مولوي محمدقاسم ( دوست ) مړينه يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه وبلل شوه  اودسابقه دار قاضي  او ديو داسې شخصيت په توګه  چې  په  وروستۍ لسيزه کې  يې  دعدليې دوزير ، دحج او اوقافو دوزير او دلوى څارنوال په توګه  دندې ترسره کړې وې ، دارواښاد کړه وړه او خدمتونه دقدر وړ وبلل  او د ارواښاد پاک  روح ته ددعا دکولو او دده کورنۍ ته  دډاډ ګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو دڅرګندولو  په ترڅ کې وويل : چې دارواښاد دفاتحې  مراسم  سبا دچهارشنبې دورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجي څخه  تر درې نيمو بجوپورې دسترې محکمې، لوى څارنوالۍ  اود حج او اوقافو وزارت او دارواښاد  ددوستانو او دکورنۍ له خوا دکابل ښار دعيدګاه په جامع جومات کې پرځاى کيږي.
وروسته په اجندا کې په نيول شويو مسئلو خبرې پيل شوې  او لومړى ديوې جزائي قضيې دحل اوفصل کولو په باب دکندز ولايت دنظامي ابتدائيه محکمې او دبدخشان ولايت  دښاري ابتدائيه محکمې دعامه امنيت دديوان ترمنځ دصلاحيت دتنازع  موضوع وڅيړل شوه او دفيض آباد ښاري ابتدائيه محکمه په دې اړوند واکمنه تشخيص شوه .
دغه راز دنيمروز ولايت داستيناف محکمې درياست  دقضايي ، اداري  اومالي اجرااتو او هم دکندزولايت دنظامي ابتدائيه محکمې دقضايي اومالي اجرااتو  په باب  پلټونکو رپوټونو اودتحقيق نظريو ته په پاملرنې سره  تجويز شو چې مسوولين  او ددغو محکمو هغه قاضيان  او منسوبين چې مسووليت يې مشخص شوي دي  دقضايي پلټنې له هيت سره يوځاى دې  دقانوني او مدللو سندونو او توضيحاتو دوړاندې کولو په مقصد دعالي شورا راتلوونکي غونډې ته ور وغوښتل شي .
وروسته  دڅو تنو هغو محکومينو دغوښتنې په باب  چې  دجمهوري رياست د ١٣٩٢ کال  دچنګاښ دمياشتې ددويمې نيټې له  ٣٣ ګڼه فرمان څخه داستفادې غوښتونکي دي  دپروان داستيناف محکمې د رياست داستهداپه باب د رسيدلو استهداګانو دڅيړنې په لاره کې ، ددغه فرمان  دلومړۍ مادې  لومړۍ فقرې ته  په پاملرنې سره  چې دفرمان له ښيگڼو څخه دتروريستي جرمونو دمحکومينو په نه استفادې مقيد دى ، په پروان ولايت کې  موظف  دجمهوري رياست دفرمان دتطبيق  دکميسيون استدلال  دتائيد وړ وگرځيد .
دغه راز ديوې حقوقي دعوا په اړوند  چې  دريمګړى شخص په کې شامل دى
دهرات ولايت  داستيناف محکمې درياست  داستهدايې په وړاندې  مشخصه
لارښوونه وشوه  او هم ديوې مدني دعوا په برخه کې دقندهار ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدايې په وړاندې لارښوونه وشوه  چې محکمه دې دموضوع په څيړنه کې دنافذو قوانينو له مصرحاتواودشريعت له حکمونوسره سم لازم اجراات  مرعي کړي.
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ غونډه  کې په مدنې او جزائي مسئلو کې دنوي نظر دکولو پنځه غوښتنې اودمحکمې دبدلون اووه مورده غوښتن ليکونه او دقضايي کادر ددرجې  دلوړولو  څلور مورده هم وڅيړل شول  او دهرې موضوع په باب لازم تصميونه ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې :
دافغانستان اسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن  له ديرش کسيزې ډلې قاضيانو سره  چې لس ورځنۍ روزنيزه دوره يې دترکيې جمهوريت  په قضايي ملي اکاډمي  کې تيره کړې ده  او هيواد ته راستانه شوي دي ، وکتل.
په دې کتنه کې لومړى دهيت رييس دروزنيزو ، مشاهداتي اود تجربو دتبادلې دپروګرامونو مفصل رپوټ چې  په دغه هيواد کې يې تعقيب کړي و، بيان کړل او درسي موضوعګانو څخه  دخپلې استفادې  او برداشت  کچه  چې دافغانستان له قوانينوسره  په مقايسوي ډول تنظيم شوي و، لوړ وباله   او دترکيې جمهوريت دعدلي او قضايي مقاماتو دښه هرکلي اوميلمه پالنې له امله يې مننه او قدرداني وکړه .
ورپسې قاضي القضات په  لنډو خبرو کې له سترې محکمې سره دترکيې هيواد  قضايي همکارۍ دقدر وړ وبللې او هيله يې وکړه  چې قاضيان وکولاى شي له دغه پروګرام څخه ګټه واخلي او په کاري ساحه کې په لازيات سمبالښت سره اوپه مسلکي توګه عمل وکړي .
قاضي القضات دغه راز زياته کړه  چې ستره محکمه به داړوندې پاليسۍ په تحقق سره تل هلې ځلې وکړي  چې له هيواد څخه بهر ته دقاضيانو دسفرونو زمينه برابره کړې  او زيات شمير مسلکي اومشاهداتي فرصتونه برابر کړي چې قاضيان وکولاى شې چې   دښه درک په کچې  او دمعاصرو مسئلو اواړتياو په نسبت په پراخې پوهې سره سمبال شي  او په عملي کار اوفعاليت کې اغيزې يې لکه څنګه چې مطلوبې دي ، احساس شي .
قاضي القضات دغه راز له قاضيانو څخه وغوښتل چې له دغه سفر څخه خپلې زده کړې له نورو قاضيانو سره شريکې   کړي اودقانون دواکمنۍ په رعايتولو اودقضايي عدالت په تامينولو کې په جدي توګه هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته